د کندز ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه ییزې برنامې پای ته رسېدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۳:۴۱
.

 د کندز ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لورې د یاد ریاست په مقر کې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ پیل شوې وه او شپږ ورځ یې دوام وکړ نن د صفرالمظفر د مياشتې په ۲۷ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېده.
په دې زده کړييزه برنامه کې چې د کندز ولايت د عدليې رياست ۲۵ تنو مسلکي کارکوونکو ګډون درلود، د دعویٰ لیکنې، دفاعیې لیکنې، راپور او مکتوب لیکنې د څرنګوالي او د مفاهمې او اړیکو مدیریت په اړه زده کړې ورکړل شوې. 
د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه په منظم ډول زده کړه ییزې برنامې جوړوي ترڅو خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د لاپیاوړتیا لامل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS