د کال ۱۳۹۹ لپاره د عدليې وزارت تقنیني ستاژ د شمولیت آزموینه واخیستل شوه

waheed
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۲
.

د ا.ا.ج د عدليې وزارت د تقنیني ستاژ د شمولیت ازموینې څلورم دور د دغه وزارت لخوا د ۱۳۹۹ هـ.ش کال لپاره واخیستل شوه.

دغه ازموینه چهارشنبې ورځ، د کب ۷ نېټه د افغانستان په ملکي خدمتونو انستیتیوت کې واخیستل شوه. د دغې ازموینې په ترڅ کې ۶۶۰ تنه د حقوقو او شرعیاتو څانګو څخه فارغانو ګډون او آزموینه ورکړه چې، د آزادې سیالۍ له لارې به د تقنیني ستاژ دورې لپاره ترې بریالي کسان ټاکل کیږي.

.

د یاد ازموینې په پایله کې به د آزادې سیالۍ له لارې ۵۰ ته تقنیني ستاژ دورې ته لار پیدا کوي چې، له ۲۰ تنه یې نارینه او ۳۰ تنه یې د شرعیاتو او حقوقو پوهنځيو فارغ محصلین تشکیلوي.

د عدلیې وزارت د علمي حقوقي څېړنو او د قانون جوړونې انسټیټیوټ لوی رئیس د یاد ازموینې د پیل پر مهال وویل چې، یاد وزارت هڅه کوي څو له خپلو شته امکاناتو څخه د نوي ستاژرانو د ملاتړ او جذب لپاره مؤثر او هر اړخیزه ګټه پورته کړي.

.

ټاکل شوې د دغې ازموینې پایلې تر راتلونکو څو ورځو اعلان او د تقنیني ستاژ درسونه به یې د کال ۱۳۹۹ هـ.ش د وري میاشتې په ۳ مه نېټه پیل شي.

عدلیې وزارت د درېو کلونو راهیسې د حقوقو او شرعیاتو پوهنځيو څخه فارغانو لپاره د تقنیني ستاژ برنامې جوړوي، سږ کال۱۳۷ تنو او تېر کال ۱۰۰ تنو تقنیني ستاژ درسونه په ټاکلي یو کال کې بشپړ او د فراغت بریلیکونه یې ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۲:۵
Background image

په لوګر ولایت کې ۶ موټر پلورنځي د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د لوګر ولایت د معاملاتو لارښوونې د دفترونو  ګډ نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د مياشتې په ۵مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له د موټر پلورنځیو له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې د څه باندې ۱۰۹ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

د هرات د عدلیې رئیس له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د خیریه بنسټونو پر جدي همکاریو ټینګار وکړ

 د هرات ولایت د عدلیې رئیس، مولوي یار محمد جانان خادمی، د محرم الحرام د میاشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د عدلیې ریاست په مقر کې د دغه ولایت د خيريه بنسټونو له یو شمېر مسؤولينو سره. . .

BACK TO NEWS