د کار موندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام له پاره جنراتور کار (اووم رتبه) یو بست د ۲۲ کاري ورځو له پاره ۱۴۰۲/۱/۲۰ تر ۱۴۰۲/۲/۱۰هـ . ل چې ۱۴۴۴/۹/۱۸الی۱۴۴۴/۱۰/۹هـ . ق سره سمون خوري اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: جنراتور کار
بست: (۷)
وزارت یا اداره: عدلیې وزارت
د دندې موخه: د وزارت ودانۍ د برق د تامین په غرض د جنراتو اړوند چارې پر مخ وړل.
د دندو صلاحیتونو او مسوولیتونه:
- تخصصي دندې:
- هر سهار د وخت په پیل کې د جنراتور له فعالولو څخه وړاندې د مبلایل، تېلو، آب او بطرۍ څخه ډاډ ترلاسه کولو او له هغو څخه معقوله ګټه اخیستل؛
- د جنراتور حفظ، ساتل او په سالم ډول له جنراتور څخه د غوره خدمتونو وړاندې کولو په غرض ادارو ته د برق ویشلو په وخت؛
- د اړتیا پر وخت د مقاماتو د لارښوونې پر اساس د جنراتور لګول او په وخت یې بندول؛
- د کار په ځای او وخت کې فعال حضور؛
- مدیریتي دندې:
- د اړوندې څانګې تخنیکي تجهیزاتو او سایلو څخه ساتنه؛
- د اړوندو آمرینو خبرولو په منظور، د اړوندو فعالیتونو څخه شفاهي راپور وړاندې کول؛
- د اړوندو آمرینو د لارښوونو، قوانینو او مقررو او د وزارت له موخو سره سم د نورو دندو ترسره کول
- د همغږۍ دندې:
- د سپارل شویو چارو د ښه اجراآتو له پاره له اړوندو آمر سره همغږي.
داستخدام شرایط (د تحصیل کچه او کاري تجربه):
دغه دندو لایحه د ملکي خدماتي کارکوونکو د قانون د ۷ او ۸ موادو لږ تر لږه شرایط او معیارونه په پام کې نیولو سره په لاندې توګه ترتیب شوې ده:
- تحصیلي څانګه: له فني او حرفوي مرکزونو څخه د فراغت سند یاد مهارت او تجربې درلودل؛
- له فن او حرفې سره سم د دندو ترسره کولو وړتیا درلودل.
- (دري او پښتو) پر یوې ژبه تسلط درلودل.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم او د دندو لایحه له (دغه ځای) او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.