د کار موندنې خبرتیا

hakeem_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۹:۲۸
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام  له پاره د امارت د قضایاو د کمېټې غړي (قراردادي NTA) ۲۰ بستونه د لس کاري ورځو له پاره ۱۴۰۲/۸ تر ۱۴۰۲/۸/۱۶هـ.ل سره سمون خوري اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: د امارت د قضایاو دکمېټې غړي

بست: (قراردادي NTA)

وزارت یا اداره: عدلیې وزارت

اړونده برخه: د امارت د قضایاو ریاست

دپست موقعیت: کابل

تخصصي دندې:

۱- د قضايي اصولو او حنفي فقهې او د اسلامي امارت د نافذ شویو قوانینو له نظره عملاً د دعوی، د دعوا دفع، اعتراض د اعتراض د دفع صورت ته لاسرسۍ ولري؛

۲. د قضیې اغیزمنې دفاع په موخه د مسلکي غړو دعوی، د دعوا دفع، اعتراض د اعتراض دفع په صورت کې غور، تدقیق او تائید؛

۳. د قضیې ټولو ابعادو له انعکاس څخه د ډاډمنتیا ترلاسه کولو په غرض د مسلکي غړو ارجاع شوي اجراآتو د بررسۍ، تائید او ملاحظې وړتیا؛

۴. په محکمو کې د مسلکي غړو په مرسته او یا هم یواځې د امارتي (حکومتي) املاکو له شتمنیو او عامه ګټو څخه د دفاع وړتیا؛

۵.په مرکز او ولایتونو کې د امارت د قضایاو د آمرینو او د مسلکي غړو د ظرفیت لوړلو په موخه د مسلکي زده کړه ییزو برنامو د جوړولو وړتیا؛

۶.د نورو چارو اجراآت چې د وزارت د مقام او یا د امارت د قضایاو لوی ریاست له لوري یادې کمېټې ته ارجاع کیږي؛

۷. له ادارې څخه بهر او یا د کمېټې له غړو سره د اړیکو د ساتلو د مدیریت وړتیا؛

تحصیلي څانګه:

 لږ تر لږه په اسلامیاتو (لویه دوره)، شرعیاتو او حقوقو په یوې څانګه کې د لیسانس تحصیلي سند درلودل پورته یادو شوو څانګو کې د لوړو درجو درلودونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي؛

کاري تجربه:

۱. لږ ترلږه پنځه کاله  د دندې په تړاو کاري تجربه.

د مهارتونو درلودل:

۱. د امارت د قضایاو د آمرینو او د مسلکي غړو د ظرفیت لوړلو لپاره د زده کړه ییزو برنامو د جوړولو وړتیا؛

۲. په پښتو او دري ژبو د لیکلو، لوستلو او خبرې کولو وړتیا؛

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له (دغه ځایاو یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي

Related VacanciesShow all

Back to vacancies