د کار موندنې خبرتیا

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۰:۴۳
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام  له پاره د مفتشینو د بورد غړی (څلورم رتبه) یو بست د لس کاري ورځو له پاره ۱۴۰۲/۸تر ۱۴۰۲/۸/۱۱هـ . ل سره سمون خوري اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: د مفتشینو د بورد غړی

بست: (۴)

وزارت یا اداره: عدلیې وزارت

اړونده برخه: د داخلي پلټنې ریاست

دپست موقعیت: کابل

راپور ورکول: د مفتشینو بورد آمر ته

د دندې موخه: د اصولو، موخو، پالیسۍ، لوایحو، کړنلارو او د اړوند نافذ شویو تقنینو سندونو په مطابقت کې د وزارت مرکزي او ولایتي واحدونو د مالي، اداري، تدارکاتي او مسلکي چارو تفتیش او پلټنه.

د دندې واکونه او مسؤلیتونه:

تخصصي دندې:

۱- د وزارت د (لومړيو او دوه یمو) واحدونو د اداري، مالي او مسلکي تخنیکي سندونو د نیمګړتیاو د لري کولو په موخه د داخلي پلټنې د ریاست اړوند پلان له مخې د موخو او د پلټنې پروګرامونو تطبیق؛

۲- د کړنلارو، د پلټنې مقررې او د وزارت د مقام له لارښوونې سره سم د وزارت د (لومړيو او دوه یمو) واحدونو په اجراآتو کې د روڼتیا او د قانون د تطبیق په منظور د داخلي پلټنې د ریاست د پلان په مطابقت کې د مالي، اداري تدارکاتي او مسلکي چارو پلټل؛

۳- د ټولو سندونو او د مالي حسابونو د دفاترو، راپورونو، مدارکو، مهرونو، د بهادارو سندونو، الکترونیکي معلوماتو او د پلټنې لاندې مرجع د نورو سندونو او اړوند سندونو پلټل.

۴- د تفتیش وړ موضوع په تړاو د معلوماتو ترلاسه کولو په غرض د پلټنې لاندې مراجعو ته د استعلامونو ترتیب، لیکل او ارجاع؛

۵- د حکمي او فوق العاده (غیرپلاني) قضیو بررسي چې د ذیصلاح مقاماتو له لوري ورکول کیږي.

۶- د مالي، اداري، تدارکاتي چارو د لا ښه تنظیم او ادارې په موخه د پلټنې لاندې مراجعود  مالي، اداري، تدارکاتي او مسلکي سرغړونې او د هغو مرتکبین پېژندل؛ د اصلاحي او قانونی مشورو او سپارښتنو وړاندې کول؛

۷- د وزارت د عایداتي سرچینو، د هغو د قراردادونو پړاوونو تېرولو، د بانکي او د مالي سندونو پلټل؛

۸- د اجناسو، وسایطو او نورو ارزښتمنو شتمنیو او شیانو او له هغو څخه د اغیزمنې ګټې اخیستنې، د تهیې او تدارک، ساتنې او مراقبت او د ویش له څرنګوالي څخه عیني بررسي.

۹- د استخدام، تبدل، ترفیع، د ظرفیت لوړولو او انفکاک د څرنګوالي بررسي او د مامورینو او اجیرانو د تقاعد او د کارمندانو د حاضرۍ د ظوابطو او هغوی لپاره د معاشانو او د نورو امتیازاتو د حوالې د څرنګوالي د راپور پلټل؛

۱۰- د ترسره شویو پلټنو له پایلو څخه د راپور برابرول او ترتیب او اړوند آمر ته د هغې وړاندې کول؛

مدیریتي دندې:

۱۱- د ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو لپاره؛ د ادارې له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان جوړول او ترتیب؛

۱۲-د وزارت د مشرتابه د خبرولو په غرض د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو او د ضرورت په مهال د میاشتني، ربعوار او کلني راپور  وړاندې کول؛

۱۳- له قوانینو، مقررو او د وزارت د موخو مطابق د ذیصلاح مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛

د همغږۍ دندې:

۱۴- د سپارل شویو چارو په مخ وړلو لپاره له نورو اړوندو برخو سره د همغږۍ او اړیکو ساتل.

د ګمارنې شرطونه (د تحصیل او کاري تجربې کچه):

دغه لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون د ۸،۷ او ۳۴ موادو پام کې نیولو سره لږ  تر لږه په لاندنیو شرطونو او معیارونو سره ترتیب شوې ده:

تحصیلي څانګه: لږ تر لږه په اسلامیاتو، شرعیاتو، حقوقو، اقتصاد، اداره او عامه پالیسۍ څانګو کې د لیسانس تحصیلي سند درلودل پورته یادو شوو څانګو کې د لوړو درجو درلودونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي؛

کاري تجربه: لږ تر لږه یو کال د دندې اړوند کاري تجربه درلودل؛

لازم مهارتونه:

  • د هیواد په یوې رسمې ژبې (پښتو یا دري) تسلط او  له انګلیسي ژبې (لیکنې او خبرې کولو) سره آشنايي؛
  • د دندې اړوند د کمپیوټري برنامو مهارتونه درلودل؛

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له (دغه ځایاو یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies