د کار موندنې خبرتیا

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۳:۵۲
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د اسلامي امارت، عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح، کار اهل د کار ته د سپارلو او د اسلامي امارت عدليې وزارت د اړتیا وړ د ژمنو انساني ځواک د جذب او استخدام  په موخه د دري ژباړونکي خپل دوه (درېم رتبه) بستونه ۱۴۴۵/۱ الی ۱۴۴۵/۱/۱۵نېټې پور (۱۰) ورځو له پاره اعلان ته وړاندې کوي.

د دندې عنوان: دري ژباړونکی

بست: (۳)

وزارت یا اداره: عدلیه

اړونده برخه:د قانون جوړونې او د علمي حقوقي څېړنو د انستېتوت د چارو لوی ریاست

د پست موقعیت: کابل

شمیر: (۲) تنه

راپور ورکول: د رسمې سندونو د ژباړې او تصدیق بورد رئیس ته

هدف وظیفه: له پښتو څخه دري ژبې ته د منل شویو نورمونو او ستندردونو په مطابقت کې د تقنیني سندونو ژباړه

د دندې صلاحیت او مسئولیتونه:

  • تخصصي دندې:
  1. د تقنیني سندونو ترجمې په غرض د فقهي، قوانینو او د حقوقي اصطلاحاتو اصولو په اړه هر اړخیز معلومات درلودل؛
  2. له پښتو څخه دري ژبې ته د ملي او نړیوال نورمونو او معیارونو په مطابقت کې د تقنیني سندونو ژباړه؛
  3. حقوقي او فقهي لغاتونو، اصطلاحاتو او د (قانون جوړونې) د لیکلو ډول او اصول بشپړ تسلط؛
  4. د دري ژبې پر لغاتونو، ګرامر او د لیکلو اصولو بشپړ تسلط؛
  5. د پشتو ژبې لغاتونو، ګرامر او د لیکلو اصلو سره بلدتیا؛
  • مدیریتي دندې:
  1. د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو له پاره؛ د ادارې له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان جوړول او ترتیب؛
  2. د اړتیا په مهال د فعالیتونو او کاري اجراآتو د میاشتني، ربعوار او کلنی راپور  وړاندې کول؛
  3. د نورو دندو ترسره کول چې د اړوند مقاماتو له خوا د قوانینو، مقررو او د وزارت موخو مطابق ورسپارل کیږي.
  • د هغمږۍ دندې:
  1. د ورکړل شویو چارو پرمخ وړلو له پاره له اړوندو نورو برخو سره د همغږۍ اړیکو تأمینول.

د ګمارنې شرطونه (د تحصیل کچه او کاري تجربه):

دغه لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون د ۷ او ۳۴ موادو پام کې نیولو سره لږ  تر لږه په لاندنیو شرطونو او معیارونو سره ترتیب شوې ده:

تحصیلي څانګه: لږ تر لږه  په لاندې څانګو کې د لیسانس سند درلودل: دري ادبیاتو، حقوقو، شرعیاتو او د دیني مدرسو سند چې د هغو معادلت د لوړو زدکړو وزارت له خوا تأیید شوي وي.

تجربه کاری: له معتبرو مراجعو څخه د لیسانس تحصیلي سند درلودونکی له پاره د دندې اړوند دوکاله؛

لازم مهارتونه:

  • د هیواد په رسمې ژبو (دري او پښتو) بشپړ تسلط او له عربي او انګلیسي ژبو سره بلدتیا؛
  • د دندې اړوند د کمپیوټري برنامو له مهارتونو سره بلدتیا؛

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له دغه ځای څخه ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته وسپاري.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies