د کار موندنې خبرتیا

hakeem_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۴ - ۱۴:۸
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام  له پاره د سوداګریزو قضیو مسلکي غړی (درېیم رتبه) درې بسته د لس کاري ورځو له پاره ۱۴۰۲/۳/۲۴ تر ۱۴۰۲/۴/۴هـ . ل چې  ۱۴۴۴/۱۱/۲۵الی۱۴۴۴/۱۲/۶هـ . ق  سره سمون خوري اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: د سوداګریزو قضیو مسلکي غړی      

بست: (۳)

وزارت یا اداره: عدلیې وزارت

اړونده برخه: د امارت د قضایاو لوی ریاست

دپست موقعیت: کابل

راپور ورکول: آمر قضایای مالی ، اداری و تجارتی  د مالي، اداري او سودارګریزو قضایاو آمر

د دندې موخه: د عامه حقونو تشخیص، ملاتړ او ساتنه او په همدې توګه د محکمو پر وړاندې په املاکي موضوعاتو کې د امارت له ګټو څخه دفاع؛

۱.د دندې صلاحیت او مسئولیتونه:

  • تخصصي دندې:
  1. له اړوند ریاست څخه ترلاسه شوي پاڼې اخیستل او له مدعی او مدعی علیه څخه د معلوماتو ترلاسه کولو له پاره د لیک ترتیبول؛
  2. د قضيې د پیاړوې کولو د څرنګوالي په غرض د بشپړ معلوماتو ترلاسه کولو له پاره د راټول شویو سندونو مطالعه؛
  3. د قانون له حکمونو سره سم د شرعي انفصال په منظور اړوندو محکمو ته د قضیې د لورو سندونو راجع کول؛
  4. د صورت دعوی، دفع دعوا ترتیب او محکمو ته وړاندې کول او د محکمو پر وړاندې د عامه حقونو د دفاع په غرض د قضا په علني غونډو کې ګډون؛
  5. پورتنیو محکمو ته د قضیې راجع کولو په منظور د پریکړې او د اړوندو محکمو قضائي قرار په وړاندې اعتراض وړاندې کول‏؛
  6. د امارت او مختلطو مؤسسو له ګټو او عامه شتنمنۍ څخه دفاع؛
  7. له یو لوري خصوصي مؤسسو د مختلطو او دولتي مؤسسو ترمنځ د مالي شخړو مقدماتي بررسي؛
  8. ادارې ته د رسیدل شوو شکایتونو او عریضو رسیدګي او اړوندو مراجعو ته ارجاع؛
  9. له ملکیت (منقول) څخه ملاتړ او ساتنه؛
  10. امارتي ادارو ترمنځ د املاکي شخړو مقدماتي بررسي؛
  11. د عامه شمتنیو څخه دفاع له پاره د ادارو له مؤکل څخه د سندونو، دلایلو او مدارکو غوښتل؛
  12. اړوند مرجع ته د دوسیې د پاڼو راجع کول په هغه صورت کې چې موضوع په ابتدائي او اسینافي پړاو کې اوسي؛
  13. د امارتي او مختلطو مؤسسو ترمنځ له قرارداد څخه د اوچت شویو مالي او اداري شخړو بررسي؛
  14. تدقیق کمېټې ته د دوسیو د پاڼو ارجاع او د صورت دعوا، دفع دعوا، د اعتراض ترتیب د پیاړوتیا په غرض له هغوی څخه حقوقي مشورې غوښتل او له عامه حقونو څخه په دفاع کې د نظر تجدید غوښتل؛

۲.مدیریتي دندې:

  1. د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو له پاره؛ د ادارې له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان جوړول او ترتیب؛
  2. د اړوندې ادارې موخو او پروګرامونو تحقق کې د مسلکي مشورې وړاندې کول او تصمیم نیول؛
  3. د ادارې د مشرتابه د خبرولو په غرض د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ضرورت په مهال د میاشتني، ربعوار او کلنی راپور  وړاندې کول؛
  4. له قوانینو، مقررو او د ادارې د موخو مطابق د اړوندو مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛

۳.د همغږۍ دندې:

  1. د عامه حقونو تشخیص، ملاتړ، ساتنې او دفاع په منظور له اړوندو برخو سره د همغږۍ او اړیکو تأمینول؛

۴.د ګمارنې شرطونه (د تحصیل او کاري تجربې کچه):

  1. دغه لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون د ۷،۸ او ۳۴ موادو پام کې نیولو سره لږ  تر لږه په لاندنیو شرطونو او معیارونو سره ترتیب شوې ده:
  2. تحصیلي څانګه: لږ تر لږه په اسلامیاتو، شرعیاتو او حقوقو څانګو کې د لیسانس تحصیلي سند درلودل پورته یادو شوو څانګو کې د لوړو درجو درلودونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
  3. کاري تجربه: د دندې اړوند لږ تر لږه دوه کاله کاري تجربه درلودل.
  4. لازم مهارتونه: د هیواد په یوې رسمې ژبې (پښتو یا دري) تسلط او د دندې اړوند کمپیوټري برنامو مهارتونه.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له دغه ځای او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies