د کار موندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام له پاره د املاکي قضیو مسلکي غړی (درېیم رتبه) درې بسته د لس کاري ورځو له پاره ۱۴۰۲/۳/۲۴ تر ۱۴۰۲/۴/۴هـ . ل چې ۱۴۴۴/۱۱/۲۵الی۱۴۴۴/۱۲/۶هـ . ق سره سمون خوري اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: د املاکي قضیو مسلکي غړی
بست: (۳)
وزارت یا اداره: عدلیې وزارت
اړونده برخه: د امارت د قضایاو لوی ریاست
دپست موقعیت: کابل
راپور ورکول: د املاکي قضایاو آمر
د دندې موخه: د عامه حقونو تشخیص، ملاتړ او ساتنه او په همدې توګه د محکمو پر وړاندې په املاکي موضوعاتو کې د امارت له ګټو څخه دفاع؛
۱.د دندې صلاحیت او مسئولیتونه:
تخصصي دندې:
- له اړوند ریاست څخه ترلاسه شوي پاڼې اخیستل او له مدعی او مدعی علیه څخه د معلوماتو ترلاسه کولو له پاره د لیک ترتیبول؛
- د قضيې د پیاړوې کولو د څرنګوالي په غرض د بشپړ معلوماتو ترلاسه کولو له پاره د راټول شویو سندونو مطالعه؛
- د قانون له حکمونو سره سم د شرعي انفصال په منظور اړوندو محکمو ته د قضیې د لورو سندونو راجع کول؛
- د صورت دعوی، دفع دعوا ترتیب او محکمو ته وړاندې کول او د محکمو پر وړاندې د عامه حقونو د دفاع په غرض د قضا په علني غونډو کې ګډون؛
- پورتنیو محکمو ته د قضیې راجع کولو په منظور د پریکړې او د اړوندو محکمو قضائي قرار په وړاندې اعتراض وړاندې کول؛
- غیر منقول اموالو کې له عامه شتمنیو او د امارت قانوني ګټو څخه دفاع؛
- له (غیرمنقول) ملکیت څخه ملاتړ او ساتنه؛
- امارتي ادارو ترمنځ د املاکي شخړو مقدماتي بررسي؛
- د عامه شتمنیو له ګټو څخه د دفاع په منظور د ادارو له مؤکل څخه سندونو، دلایل او مدارک غوښتل؛
- تدقیق کمېټې ته د دوسیو د پاڼو ارجاع او د صورت دعوا، دفع دعوا، د اعتراض ترتیب د پیاړوتیا په غرض له هغوی څخه حقوقي مشورې غوښتل او له عامه حقونو څخه په دفاع کې د نظر تجدید غوښتل؛
۲.مدیریتي دندې:
- د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو له پاره؛ د ادارې له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان جوړول او ترتیب؛
- د اړوندې ادارې موخو او پروګرامونو تحقق کې د مسلکي مشورې وړاندې کول او تصمیم نیول؛
- د ادارې د مشرتابه د خبرولو په غرض د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ضرورت په مهال د میاشتني، ربعوار او کلنی راپور وړاندې کول؛
- له قوانینو، مقررو او د ادارې د موخو مطابق د اړوندو مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛
۳.د همغږۍ دندې:
- د عامه حقونو تشخیص، ملاتړ، ساتنې او دفاع په منظور له اړوندو برخو سره د همغږۍ او اړیکو تأمینول؛
۴.د ګمارنې شرطونه (د تحصیل او کاري تجربې کچه):
- دغه لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون د ۷،۸ او ۳۴ موادو پام کې نیولو سره لږ تر لږه په لاندنیو شرطونو او معیارونو سره ترتیب شوې ده:
- تحصیلي څانګه: لږ تر لږه په اسلامیاتو، شرعیاتو او حقوقو څانګو کې د لیسانس تحصیلي سند درلودل پورته یادو شوو څانګو کې د لوړو درجو درلودونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
- کاري تجربه: د دندې اړوند لږ تر لږه دوه کاله کاري تجربه درلودل.
- لازم مهارتونه: د هیواد په یوې رسمې ژبې (پښتو یا دري) تسلط او د دندې اړوند کمپیوټري برنامو مهارتونه.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له دغه ځای او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.