د کارموندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق، اهل کار ته د کار د سپارلو، د اصلاحاتو د راوستلو او د سالمې ادارې د رامنځته کولو او د ژمنو او اغېزمنو بشري ځواکونو د استخدام په موخه د عدلیې وزارت لاندې ۱۲ بستونه:
۱. د ښوونې او روزنې او حرفوي زده کړو د لیلیې عمومي مدیر د (۴) رتبې یو بست.
۲. امام او مبلغ د (۴) رتبې یو بست.
۳. د حقوقي او ټولنیزو خدمتونو عمومي مدیر د (۴) رتبې یو بست.
۴. ډاکټر د (۴) رتبې یو بست.
۵. د حرفوي زده کړو د ښوونې او روزنې مدیر د (۵) رتبې یو بست.
۶. د لیلیې د ښوونکي او قید او قبول د (۵) رتبې پنځه بستونه.
۷. د حقوقي او ټولنیزو خدمتونو د مدیریت غړی د (۵) رتبې یو بست.
۸. اجرائیه مامور د (۶) رتبې یو بست.
له ۱۴۴۸/۲/۲۹ څخه تر ۱۴۴۸/۳/۱۱ هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۵/۲۲ تر ۱۴۰۵/۶/۴ هـ.ش نېټې سره سمون خوري د لسوکاري ورځو لپاره د آزادې سیالۍ پروسې له لارې اعلان ته سپاري چې د یادو بستونو د وظیفې ترسره کولو ځای په کندهار ولایت کې دی.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شويو بستونو د غوښتنلیک فورمه او د استخدام د شرایطو لست یوازې د عدلیې وزارت له ویبپاڼې او یا هم په حضوري ډول د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تحصیلي اسنادو، کاري تجربې او د تابعیت تذکرې کاپي) سره یوځای په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

