د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
Sun, Aug 16 2026 2:21 PM
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق، اهل کار ته د کار د سپارلو، د اصلاحاتو د راوستلو او د سالمې ادارې د رامنځته کولو او د ژمنو او اغېزمنو بشري ځواکونو د استخدام په موخه د عدلیې وزارت لاندې ۱۲ بستونه:

۱.  د ښوونې او روزنې او حرفوي زده کړو د لیلیې عمومي مدیر د (۴) رتبې یو بست.

۲. امام او مبلغ د (۴) رتبې یو بست.

۳. د حقوقي او ټولنیزو خدمتونو عمومي مدیر د (۴) رتبې یو بست.

۴. ډاکټر د (۴) رتبې یو بست.

۵. د حرفوي زده کړو د ښوونې او روزنې مدیر د (۵) رتبې یو بست.

۶. د لیلیې د ښوونکي او قید او قبول د (۵) رتبې پنځه بستونه.

۷. د حقوقي او ټولنیزو خدمتونو د مدیریت غړی د (۵) رتبې یو بست.

۸. اجرائیه مامور د (۶) رتبې یو بست.

له ۱۴۴۸/۲/۲۹ څخه تر ۱۴۴۸/۳/۱۱ هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۵/۲۲ تر ۱۴۰۵/۶/۴ هـ.ش نېټې سره سمون خوري د لسوکاري ورځو لپاره د آزادې سیالۍ پروسې له لارې اعلان ته سپاري چې د یادو بستونو د وظیفې ترسره کولو ځای په کندهار ولایت  کې دی.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شويو بستونو د غوښتنلیک فورمه او د استخدام د شرایطو لست یوازې د عدلیې وزارت له ویب‌پاڼې او یا هم  په حضوري ډول د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تحصیلي اسنادو، کاري تجربې او د تابعیت تذکرې کاپي) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

...