د کارموندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام له پاره مستري (اووم رتبه) یو بست د لس کاري ورځو له پاره ۱۴۰۳/۸/۶ تر ۱۴۰۳/۸/۱۶هـ . ل سره سمون خوري اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: مستري
بست: (۷)
وزارت یا اداره: عدلیې وزارت
د دندې موخه:
- د وزارت د وسایطو د ترمیماتي چارو اجراء او ترسره کول او فعال ساتل.
د دندې صلاحیت او مسؤولیتونه:
- ورکشاپ ته د راجع شویو وسایطو د عوارضو تفکیک او تشخیص؛
- په ټاکل شوي وخت د وسایطو د ترمیماتي چارو اکمال؛
- د وسایطو د فعالیت نويو پرزه جاتو له ګټې اخیستنې او کارولو څخه ډاډ ترلاسه کول؛
- د هغو وسایطو ترمیماتي چارو تثبیت او تشخیص چې له فني اړخ څخه غیر اقتصادي دي؛
- د ترمیماتو پرمهال په خوندي او معقول ډول د کار د افزارو کارول؛
- د وسایطو تخنیکي ستونزو هوارولو په غرض ترمیماتي چارو لپاره د وړاندیزونو او اړتیاو مطرح کول؛
مدیریتي دندې:
- د اړوندې برخې وسایلو او تخنیکي تجهیزاتو ساتنه؛
- د اړوندو آمرینو خبرولو په منظور، د اړوندو فعالیتونو شفاهي راپور وړاندې کول؛
د ګمارنې شرایط او کاري تجربه:
- د فن او حرفې مطابق د دندې ترسره کولو وړتیا لرل؛
- د هېواد په یوې رسمي ژبه (دري او پښتو) تسلط.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم ( له دغه ځای) او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.