د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
Mon, Oct 28 2024 9:53 AM
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام  له پاره مستري (اووم رتبه) یو بست د لس کاري ورځو له پاره ۱۴۰۳/۸/۶ تر ۱۴۰۳/۸/۱۶هـ . ل سره سمون خوري اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: مستري

بست: (۷)

وزارت یا اداره: عدلیې وزارت

د دندې موخه:

  • د وزارت د وسایطو د ترمیماتي چارو اجراء او ترسره کول او فعال ساتل.

د دندې صلاحیت او مسؤولیتونه:

  • ورکشاپ ته د راجع شویو وسایطو د عوارضو تفکیک او تشخیص؛
  • په ټاکل شوي وخت د وسایطو د ترمیماتي چارو اکمال؛
  • د وسایطو د فعالیت نويو پرزه جاتو له ګټې اخیستنې او کارولو څخه ډاډ ترلاسه کول؛
  • د هغو وسایطو ترمیماتي چارو تثبیت او تشخیص چې له فني اړخ څخه غیر اقتصادي دي؛
  • د ترمیماتو پرمهال په خوندي او معقول ډول د کار د افزارو کارول؛
  • د وسایطو تخنیکي ستونزو هوارولو په غرض ترمیماتي چارو لپاره د وړاندیزونو او اړتیاو مطرح کول؛

مدیریتي دندې:

  • د اړوندې برخې وسایلو او تخنیکي تجهیزاتو ساتنه؛
  • د اړوندو آمرینو خبرولو په منظور، د اړوندو فعالیتونو شفاهي راپور وړاندې کول؛

د ګمارنې شرایط او کاري تجربه:

  • د فن او حرفې مطابق د دندې ترسره کولو وړتیا لرل؛
  • د هېواد په یوې رسمي ژبه (دري او پښتو) تسلط.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم ( له دغه ځایاو یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.