د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۳:۴۱
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام  له پاره د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو غړی (پنځم رتبه) یو بست د لس کاري ورځو له پاره ۱۴۰۳/۳/۱۷ تر ۴/۳/ ۱۴۰۳هـ . ل اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو غړی

بست: (۵)

وزارت یا اداره: عدلیې وزارت

د پست موقعیت: کابل

اړونده برخه: د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو چارو ریاست

د بست شمېر: (۱) بست

راپور ورکول: د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو د بهادارو سندونو د وېش عمومي مدیر

د دندې موخه:

د اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، کړنلارو او اړوندو نافذ شویو تقنیني سندونو په مطابق کې د معاملاتو لارښوونو د فعالیت جوازلیک درلودونکو ته د معاملاتو لارښوونو د سټو او د ثبت کتاب ثبتول او وېشل.

اساسي دندې:

  1. د معاملاتو لارښووو د سټو او ثبت کتاب پړاوونو تېرول او تعقیب؛
  2. د معاملاتو لارښوونو د سټو او ثبت کتابونو د ساتنې او اتلاف څخه د مخنیوي په غرض د هغو انتقال او ځای پرځای کول؛
  3. د معاملاتو لارښوونو د سټو او ثبت کتابونو مهر او نښاني کول؛
  4. په اړوند دیتابیس کې د معاملاتو لارښوونو د ثبت کتابونو او سټو ثبتول؛
  5. د تحویلۍ آویز له مخې د فعالیت جوازلیک درلودونکو معاملاتو لارښوونو ته د معاملاتو د ثبت کتاب او سټو وېشل؛

مدیریتي دندې:

  1. د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو له پاره؛ د ادارې له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان جوړول او ترتیب؛
  2. د ادارې د مشرتابه د خبرولو په غرض د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ضرورت په مهال د میاشتني، ربعوار او کلنی راپور  وړاندې کول؛
  3. له قوانینو، مقررو او د ادارې د موخو مطابق د اړوندو مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛

د همغږۍ دندې:

  1. د ورسپارل شویو چارو پرخ وړلو په موخه له نورو اړوندو برخو سره همغږي او د اړیکو تامین

د ګمارنې:

  1. د افغانستان تابعیت ولري.
  2.    عمر یې له (۱۸) کالو کم او له (۶۴) زیات نه وي.
  3. تحصیلي سند او سویه:
  • لږ تر لږه د بکلوریا او یا د هېواد په داخل او بهر کې له دیني مدرسې څخه معادل سند چې د پوهنې وزارت له‌خوا تایید شوی وي، لوړو تحصیلي درجو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
  1. کاري تجربه:
  • اړتیا نه لري.

لازم مهارتونه: د هیواد په یوې رسمې ژبې (پښتو یا دري) تسلط او د دندې اړوند د کمپیوټري برنامو مهارتونو سره بلدتیا.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له دغه ځای او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies