د کارموندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام له پاره د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو غړی (پنځم رتبه) یو بست د لس کاري ورځو له پاره ۱۴۰۳/۳/۱۷ تر ۴/۳/ ۱۴۰۳هـ . ل اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو غړی
بست: (۵)
وزارت یا اداره: عدلیې وزارت
د پست موقعیت: کابل
اړونده برخه: د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو چارو ریاست
د بست شمېر: (۱) بست
راپور ورکول: د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو د بهادارو سندونو د وېش عمومي مدیر
د دندې موخه:
د اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، کړنلارو او اړوندو نافذ شویو تقنیني سندونو په مطابق کې د معاملاتو لارښوونو د فعالیت جوازلیک درلودونکو ته د معاملاتو لارښوونو د سټو او د ثبت کتاب ثبتول او وېشل.
اساسي دندې:
- د معاملاتو لارښووو د سټو او ثبت کتاب پړاوونو تېرول او تعقیب؛
- د معاملاتو لارښوونو د سټو او ثبت کتابونو د ساتنې او اتلاف څخه د مخنیوي په غرض د هغو انتقال او ځای پرځای کول؛
- د معاملاتو لارښوونو د سټو او ثبت کتابونو مهر او نښاني کول؛
- په اړوند دیتابیس کې د معاملاتو لارښوونو د ثبت کتابونو او سټو ثبتول؛
- د تحویلۍ آویز له مخې د فعالیت جوازلیک درلودونکو معاملاتو لارښوونو ته د معاملاتو د ثبت کتاب او سټو وېشل؛
مدیریتي دندې:
- د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو له پاره؛ د ادارې له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان جوړول او ترتیب؛
- د ادارې د مشرتابه د خبرولو په غرض د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ضرورت په مهال د میاشتني، ربعوار او کلنی راپور وړاندې کول؛
- له قوانینو، مقررو او د ادارې د موخو مطابق د اړوندو مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛
د همغږۍ دندې:
- د ورسپارل شویو چارو پرخ وړلو په موخه له نورو اړوندو برخو سره همغږي او د اړیکو تامین
د ګمارنې:
- د افغانستان تابعیت ولري.
- عمر یې له (۱۸) کالو کم او له (۶۴) زیات نه وي.
- تحصیلي سند او سویه:
- لږ تر لږه د بکلوریا او یا د هېواد په داخل او بهر کې له دیني مدرسې څخه معادل سند چې د پوهنې وزارت لهخوا تایید شوی وي، لوړو تحصیلي درجو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
- کاري تجربه:
- اړتیا نه لري.
لازم مهارتونه: د هیواد په یوې رسمې ژبې (پښتو یا دري) تسلط او د دندې اړوند د کمپیوټري برنامو مهارتونو سره بلدتیا.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له دغه ځای او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.