د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۲:۲۲
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام  له پاره د معاملاتو لارښوونې او عریضه لیکونکو بهاداره سندونو د وېش مدیر د بورد غړی (څلورم رتبه) یو بست د لس کاري ورځو له پاره ۱۴۰۳/۳/۱۷ تر ۱۴۰۳/۴/۳هـ . ل اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک:  د معاملاتو لارښوونې او عریضه لیکونکو بهاداره سندونو د وېش مدیر

بست: (۴)

وزارت یا اداره: عدلیې وزارت

د پست موقعیت: کابل

اړونده برخه: د انسجام عمومي ریاست

د بست شمېر: (۱) بست

راپور ورکول: د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو چارو رئیس

راپور اخیستل: تر اثر لاندې (تشکیلاتي جوړښت مطابق) کارمندان

د دندې موخه:

د اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، کړنلارو او اړوندو نافذ شویو تقنیني سندونو په مطابق کې د معاملاتو لارښوونې او عریضه لیکونکو د بهاداره سندونو د ثبت او وېش مدیریت او نظارت.

اساسي دندې:

  1. د معاملاتو لارښوونې د سټو، ثبت کتاب او چاپ شویو عریضو د مهر او نښانې کېدو مدیریت او د هغو نظارت؛
  2. په اړوند دیتابیس کې د معاملاتو لارښوونې د سټو او چاپ شویو عریضو له ثبت څخه ډاډ ترلاسه کول؛
  3. د معاملاتو لارښوونې د فعالیت جواز درلودونکو ته د معاملاتو لارښوونو د سټو او کتاب د چاپ مدیریت او د هغو نظارت؛
  4. د اړوند رئیس لارښوونې سره سم د عریضه لیکنې د فعالیت جواز درلودونکو ته د چاپو شویو عریضو له چاپ او وېش څخه ډاډ ترلاسه کول؛
  5. د معاملاتو لارښوونو د سټو، ثبت کتابونو او چاپ شویو عریضو له ساتنې څخه د هغو له اتلاف څخه د مخنیوي په منظور ډاډ ترلاس کول؛
  6. په اړوند دیتابیس کې د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو د بهاداره سندونو اړوندو ټولو اجراآتو د ثبت مدیریت او د هغو نظارت
  7. د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو بهاداره سندونو د تعرفې د صدور او تحویلۍ مدیرت او له هغو څخه نظارت؛

مدیریتي دندې:

  1. د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو له پاره؛ د ادارې له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان جوړول او ترتیب؛
  2.  د اجراآتو مدیریت، نظارت او ارزونه، تر اثر لاندې کارکوونکو زده کړو او ظرفیت لوړولو اړتیاوو تعیین؛
  3. د ادارې د مشرتابه د خبرولو په غرض د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ضرورت په مهال د میاشتني، ربعوار او کلنی راپور  وړاندې کول؛
  4. له قوانینو، مقررو او د ادارې د موخو مطابق د اړوندو مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛

د همغږۍ دندې:

  1. د ورسپارل شویو چارو پرخ وړلو په موخه له نورو اړوندو برخو سره همغږي او د اړیکو تامین

د ګمارنې:

  1. د افغانستان تابعیت ولري.
  2. عمر یې له (۱۸) کالو کم او له (۶۴) زیات نه وي.

تحصیلي سند او سویه:

  • تحصیلي څانګه: لږ تر لږه په اسلامیاتو، شرعیاتو، حقوقو، اداره او عامه پالیسي، اقتصاد، ټولنیزو علوم، ژورنالیزم، سوداګرۍ او اداره، ټولنپوهنه او ادبیاتو څانګو کې د لیسانس تحصیلي سند درلودل پورته یادو شوو څانګو کې د لوړو درجو درلودونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

کاري تجربه:

  • لږ تر لږه یو کال.

لازم مهارتونه:

  • د اړوندې برخې د پالیسۍ د تطبیق قابلیت
  • د هیواد په یوې رسمې ژبې (پښتو یا دري) تسلط
  • د دندې اړوند د کمپیوټري برنامو مهارتونو سره بلدتیا

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له دغه ځای او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies