د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۰:۴
.

Publish Date

Closing Date

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت لوړو موخو ته د رسیدلو، کار اهل د کار د سپارلو په موخه د عدلیې وزارت د اړتیا وړ د ژمن انساني ځواک د جذب او استخدام په منظور د امارت د قضایاوو عمومي ریاست، د تدقیق کمېټې د امریت اړوند د تدقیق کمېټې مسلکي غړی درېیم رتبه یو بست له ۱۴۴۶/۶/۲۳ تر ۱۴۴۶/۷/۴هـ.ق مطابق د ۱۴۰۳/۱۰/۵ تر ۱۴۰۳/۱۰/۱۶هـ.ش  نېټې پورې د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: د تدقیق کمېټې مسلکي غړی

بست: (۳)

وزارت یا اداره: د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت

اړونده څانګه: د تدقیق کمېټې آمریت/ د امارت د قضایاوو عمومي ریاست/ مسلکي معینیت/ د عدلیې وزارت

د پست موقعیت: مرکز (کابل)

د پست شمېر: ۱

راپور ورکول: د تدقیق کمېټې آمر

د دندې موخه: د (املاکي، سوداګریزې، مالي او اداري) قضیو د مسلکي غړو د اجراآتو تدقیق او اصلاح او د اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، طرزالعملونو او له اړوندو نافذه تقنیني سندونو سره سم د اړوند آمریت په واسطه ارجاع شوي نور مسلکي موضوعات.

د دندې واکونه او مسؤولیتونه:

تخصصي دندې:

  • اړونده آمر ته له ملاحظې (غور) څخه وروسته د اوراقو او دوسیو تسلیمي؛
  • د اسلامي شریعت، اصولو او نافذه قوانینو پر بنسټ د ارجاع شوو قضیو اړوند مسلکي اجراآت؛
  • د ارجاع شوو سندونو مطالعه او تدقیق او په خپل وخت او مسلکي اجراآتو په غرض د قضیې مؤظف غړي ته لازمې مشورې ورکول؛
  • له عامه شتمنۍ د اغیزمنې دفاع په غرض د قضیې د ابعادو له انعکاس څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د مسلکي غړو د اجراآتو او نورو مسلکي موضوعاتو بیاکتنه او تدقیق؛
  • د استهدایې ارجاع شوو موضوعاتو غور او تدقیق او د اړوند آمریت په همغږۍ یې د حل لارو وړاندې کول؛
  • د عامه حقوقو د قضیو په اړه د محکمو د تصامیمو دقت، تجزیه او تحلیل او د اړوندو محکمو د پرېکړې یا قضایي قرار په وړاندې د اعتراض بډایه کولو په موخه د لازمو مشورو وړاندې کول؛
  • په محکمو کې له عامه شتمنیو څخه د اغیزمنې دفاع په موخه د مسلکي غړو د ارجاع شوو د دعوا د صورت، دفاعیې، دفدع الدفع او اعتراضاتو تدقیق او اصلاح؛
  • د عامه حقوقو په اړه د اغیزمو اجراآتو او د دفاع چټکتیا په موخه د مسلکي مشورو وړاندې کولو او له نورو مسلکي غړو سره او همکاري؛

مدیریتي دندې:

  • د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو له پاره، له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتیبول؛
  • د لازمو مکاتباتو، د دوسیو د اوراقو د اساسي ټکو د یاددښت چمتو کول او اړوند آمریت ته د دوسیې د اجراآتو د راپور لنډیز ترتیبول؛
  • د تدقیق وړ موضوعاتو د چارو لپاره د یو فردي عملي منظم پلان ترتیبول؛
  • د ریاست د موخو او پروګرامونو تحقق په اړه د مسلکي مشورو وړاندې کول او تصمیم نیول؛
  • انکشاف و انتقال مهارت های مسلکی به شیوه تدویر ورکشاپ ها، سیمینار ها و آموزش های جریان کار به اعضای مسلکی قضایای(املاکی، تجارتی و مالی و اداری)؛
  • اړوند آمریت ته د میاشتني، ربعوار، کلني او د ضرورت په مهال د اړوند فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کول
  • له قوانینو، مقررو او د ادارې د موخو مطابق د اړوند آمر له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛

د همغږۍ دندې:

  • د مسلکي اجراآتو د ښه‌پرمخ وړلو په غرض د (املاکي، سوداګریزو، مالي او اداري) قضیو له مسلکي غړو سره همکاري او همغږي؛
  • د ورسپارل شویو چارو پرمخ وړلو په موخه له نورو اړوندو برخو سره همغږي او د اړیکو تامین؛

د استخدام شرطونه (د تحصیل کچه او کاري تجربه):

د استخدام شرطونه:

  • تابعیت افغانستان را داشته باشد.
  • عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات ونه‌اوسي.

تحصیلي سویه:

  • لږ تر لږه د شرعیاتو، حقوقو په یوې څانګه کې د لیسانس او یا په دې معادل له داخلي یا له هېواد څخه بهر له دیني مدرسو څخه د تحصیلي سند درلودل چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا تایید شوي اوسي.

کاري تجربه:

  • لږ تر لږه یو کال کاري تجربه

لازم مهارتونه:

  • د اړوندې څانګې د لارښوونې او کنترول وړتیا.
  • د اړوندې ادارې/وزارت د پالیسۍ د طرحې یا ټاکلو وړتیا؛
  • په یوې رسمي ملي (پښتو یا دري) ژبه تسلط؛
  •  د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارت؛

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies