د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۱:۵۱
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام  له پاره د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو دنظارت غړی (پنځم رتبه) یو بست د لس کاري ورځو له پاره ۱۴۰۳/۳/۱۷ تر ۱۴۰۳/۴/۳هـ . ل اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو د نظارت غړی

بست: )

وزارت یا اداره: عدلیې وزارت

د پست موقعیت: کابل

اړونده برخه: د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو چارو ریاست

د بست شمېر: ) بست

راپور ورکول: د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو له فعالیت څخه  د بررسۍ او نظارت مدیر

د دندې موخه:

د اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، کړنلارو او اړوندو نافذ شویو تقنیني سندونو په مطابقت د کابل ولایت د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو دفترونو د فعالیت څرنګوالي نظارت او بررسي.

دندې او مسؤولیتونه:

اساسي دندې:

  1. د دیتابیس له مخې په عدلیې وزارت کې د ثبت شویو معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو د شمیر تشخیص او د هغو د موقعیت د تثبیت په مظور  د هغو بشپړ لیست اخیستل.
  2. ساحې ته تلل، د حکمونو او اړوندو قوانینو په مطابقت کې د فعالیت له څرنګوالي څخه د خبریدو په موخه یې د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو د ټولو سندونو نظارت او بررسي.
  3. د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو دفترونو د فعالیت له څرنګوالي څخه نظارت او د هغو د غیرقانوني فعالیت مخنیوی.
  4. پرته له جواز او د مودې پوره شوي جواز د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو دفترونو تشخیص او تړل.
  5. په‌خپل سر جوړې شوې، جعلي او تذویرې سټې راټولول.
  6. د معاملاتو لارښوونو د بیلانس، راپور او سټو اخیستل او د معاملاتو د ثبت له کتاب سره د هغو مطابقت.
  7. د شرعي قباله جاتو د تضمین رفع کولو په غرض د مقر او استازي په عنوان محکمو ته تلل.
  8. په اړوند دیتابیس کې د معاملاتو لارښوونو د ټولو استفاده شویو سټو ثبتول.

مدیریتي:

  1. د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو له پاره؛ د ادارې له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان جوړول او ترتیب؛
  2. د ادارې د مشرتابه د خبرولو په غرض د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ضرورت په مهال د میاشتني، ربعوار او کلنی راپور  وړاندې کول؛
  3. له قوانینو، مقررو او د ادارې د موخو مطابق د اړوندو مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛

د همغږۍ دندې:

  1. د ورسپارل شویو چارو پرخ وړلو په موخه له نورو اړوندو برخو سره همغږي او د اړیکو تامین

د ګمارنې:

  1. د افغانستان تابعیت ولري.
  2. عمر یې له (۱۸) کالو کم او له (۶۴) زیات نه وي..

تحصیلي سویه:

لږ تر لږه په اسلامیاتو، شرعیاتو، حقوقو، اداره او عامه پالیسي، اقتصاد، ټولنیزو علوم، ژورنالیزم، سوداګرۍ او اداره، ټولنپوهنه او ادبیاتو څانګو کې د لیسانس تحصیلي سند درلودل پورته یادو شوو څانګو کې د لوړو درجو درلودونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

کاري تجربه:

  • اړتیا نه لري.
  1. لازم مهارتونه: د هیواد په یوې رسمې ژبې (پښتو یا دري) تسلط او د دندې اړوند دکمپیوټري برنامو مهارتونو سره بلدتیا.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له دغه ځای او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies