د کابینې د قوانینو د کمېټې په غونډه کې د ۵ بین المللي سندونو بررسي

waheed
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۱۴:۰
.

د کابینې د قوانینو کمېټې په یوه اختصاصي غونډه کې د بین المللي موافقه لیکونو او معاهدو ۵ سندونه بررسي کړل.

دغه غونډه د سې شنبې ورځې د تلې په لومړۍ نېټه، د جمهور رئیس د دویم مرستیال محمد سرور دانش په مشرۍ او د عدليې وزارت د سرپرست او نوماند وزیر او د کمېټې د نورو غړو په ګډون جوړه شوه.

.

د افغانستان حکومت او د جمهوري بلاروس ترمنځ د تخنیکي او نظامي همکاریو په اړه موافقه لیک، د لمریزې انرژۍ د بین المللي اتحادیې د تاسیس د موافقه لیک چوکاټ ((ASA،  د فونوګرامونو  په اړه د فکري مالکیت د حقوقو د نړیوال سازمان معاهده ((WIPO( په جینوا کې د ۱۹۹۶ مصوب)، د فکري مالکیت د نړیوال سازمان د کاپي رایټ معاهدې (په جینوا کې د ۱۹۹۶ مصوب) او د لوړو زده کړو د مدارکو د پېژندنې په اړه د آسیا پاسیفیک سیمه ییز کنوانسیون د دې ناستې د بحث وړ موافقه لیکونو او معاهدو څخه وه.

دغه ۵ بین المللي سندونه د ملي شوري له خوا هم تصدیق شوي او ټاکل شوې ده چې جمهوري ریاست ته د توشېح لپاره وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS