د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د رجب المرجب د مياشتې په ۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه او په ترڅ کې یې ۵ دارالوکالې د نظارتي پلاوي له‌خوا بررسي شوې.

نظارتي پلاوي د یاد دارالوکالو نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د حل په برخه کې یې د هغو متصديانو ته لازمې توصيې وکړې.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې رياستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۵۲
Background image

په بادغیس ولایت کې د ۱۲۵۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د بادغیس ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شوال د مياشتې په ۱۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنیکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۴۹
Background image

په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د شوال د میاشتې په ۱۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۶ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۴۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۱۱ دارالوکالو نظارت او بررسي

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شوال د مياشتې په ۱۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۱. . .

BACK TO NEWS