د کابل ښار د معاملاتو د لارښوونو د اتحادیې د حقوقي پوهاوي ورکولو په سیمینار کې د انسجام د لوی رئیس ګډون

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸

د عدلیې وزارت د انسجام لوی رئیس مولوی عبدالصمد عمري او له هغه سره مل پلاوي د ربیع الاول د میاشتې په ۳ نېټې د دوشنبې په ورځ د حقوقي پوهاوي ورکولو په سیمینار کې چې د کابل ښار د معاملاتو د لارښوونو اتحادیې له لوري جوړ شوی وو، برخه واخیسته.

په دغه سیمینار کې، د عدلیې وزارت د انسجام لوی رئیس د یادې اتحادیې د رئیس او د معاملاتو د لارښوونې د مسؤلینو د مسؤلیتونو او واکونو په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونو د متصدیانو پوښتنو ته یې ځواب وړاندې کړ.

نوموړي د معاملاتو د لارښوونو مسؤلینو او د یادې اتحادیې بنسټ ایښودونکو ته توصیه کړه چې خپلې ټولې چارې او فعالیتونه د انسجام لوی ریاست له کړنلارې او د اسلامي شریعت د اصولو په مطابق ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS