د کابل ښاروالۍ د یوولسمې ناحيې په ریاست کې حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامه جوړول

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۵:۴۴
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د کابل ښاروالۍ د یوولسمې ناحيې په ریاست کې د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامه د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي رحمت الله حقاني په حضور او د یوولسمې ناحیې د رئیس، د ګذر د وکیلانو د رئیس، د شوراګانو د رئیس او د دغې ناحیې د کارکوونکو په ګډون جوړه کړه.

دغه برنامه د کلام الله مجید د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او په هغې کې د حقوقي مرستو رئیس د دغه ریاست د دندو او واکنو په تړاو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د خلکو او اسلامي امارت ترمنځ د واټن لري کولو له پاره، عدليې وزارت د پوهاوي ورکوونې یو ټیم د دغه ریاست تر چتر لاندې توظیف کړی ترڅو له هیوادوالو سره په دوامداره او اغیزمن ډول په اړیکه کې اوسي او اسلامي شریعت ته په کتلو سره هغوی ته حقوقي موضوعات ورسوي ترڅو له خپلو حقوقو او وجایبو څخه خبر شي او د حقوقي دعواوو په تړاو او ادارو ته د مراجعې په برخه کې له ستونزو سره مخ نه شي.

نوموړي زیاته کړه چې بې وزله شکمن او تورن او یا د هغوی خپلوان کولی شي چې په عدلي او قضایي مراجعو کې د هغوی د حقوقو څخه د دفاع په غرض  د حقوقي مرستو له ریاست څخه د حقوقي مرستندوی د توظیف غوښتنه وکړي او دغه راز په کورني موضوعاتو کې بې وزله او بې سرپرسته ښځې او ماشومان هم له دغه حق څخه برخمن دي. په دغې برنامې کې د نشه يې توکو د ممنوعیت او ضرورونو په اړه هم پوهاوی ورکړل شو.

په پای کې د یوولسمې ناحيې رئیس د ګذر د وکیلانو او د یادې ناحیې د کارکوونکو په استازيتوب د دغې برنامې له جوړونکو څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه ویې ویل چې د دغه راز برنامو جوړول خلکو له پاره ډیر اغیزمن او ګټور دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS