د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۶
.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزیر او د یاد کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې محترم مولوي عطاءالله عمري د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست، د کور او ښار جوړلو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین محترم مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازی محترم شیخ عبدالصمد حقاني، د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې رئيس محترم مولوي محمود مظلوم او د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د یاد کمېسیون سکرتر محترم مولوي احسان الله وثیق او نورو مسؤولینو ګډون درلود.

په دې ناسته کې د کابل ولایت په لسمه ناحیه کې د آریا ښارګوټي د دوه سوه او پنځه (۲۰۵) جریبه ځمکې او په بګرامۍ ولسوالۍ کې د څه باندې اته‌سوه او شپږ څلوېښت (۸۴۶) جریبه ځمکې دوسیې بررسي شوې او پرېکړه وشوه چې یادې دوسیې دې د رسیدګۍ په موخه اختصاصي محکمې ته وسپارل شي.

دغه راز په دې ناسته کې د خوست ولایت په مرکز کې د چمي مارکیټ، د فاریاب ولایت د څړځایونو، د کندهار ولایت د باغ بل ساحې د ځمکو موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول.

دغه راز، په یاده ناسته کې د کمېسيون رهبرۍ په کندهار، خوست، پکتيا، لوګر، باميان، نيمروز او کندز ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځمکو دوسیې هم بررسي کړې. همدارنګه یو شمېر دوسیې د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته وسپارل شوې او د پاتې نورو دوسیو په اړه هم لازم تصامیم ونیول شول.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

په پکتيا ولایت کې له یو شمېر عریضه ليکونکو او د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتيا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ربیع‌الاول د مياشتې په ۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د یاد ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۸ عریضه ليکونکو او د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د کورونو د کرایې د کنټرول لپاره د مؤظفې کمېټې لخوا عملي اقدامات پیل شول

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه د ساحوي نظارت ټیمونه جوړ کړل او یادو ټیمونو چې د عدلیې وزارت، د کور او ښار جوړلو وزارت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۱۳
Background image

د یوې میاشتې په اوږدو کې د عدلیې وزارت لخوا د ۷۱۶۹ رسمي سندونو د ژباړې تصدیق

 د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست د روان کال د زمري (اسد) میاشتې په ترڅ کې د ۷۱۶۹ رسمي سندونو ژباړې یې تصدیق کړي دي.
له دغو. . .

BACK TO NEWS