د کورونو د کرایې د کنټرول لپاره د مؤظفې کمېټې لخوا عملي اقدامات پیل شول

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۳۷
.

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه د ساحوي نظارت ټیمونه جوړ کړل او یادو ټیمونو چې د عدلیې وزارت، د کور او ښار جوړلو وزارت، د امنیې قوماندانۍ، استخباراتو، ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو استازي په کې ګډون لري د سه‌ شنبې په ورځې د ربیع الاول د میاشتې په ۱۶مه نېټه خپل کار پيل کړ.

یادې کمېټې د روانې اوونۍ په ناستو کې چې د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د غړیو ادارو د استازو په ګډون د دغه وزارت په مقر کې ترسره شوې، د کورونو کرايو لپاره د تعیین شویو اصولو د تطبیق لارې چارې بررسي کړې او د ساحوي نظارت ټیمونه یې جوړ کړل څو په دې برخه کې عملي اقدامات ترسره شي.

همداراز په دغو غونډو کې دا پرېکړه وشوه چې د معاملاتو لارښوونې ټول دفترونه مکلف دي چې کورونه له ټاکل شوي حد څخه لوړ (د ۱۴۰۳ کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی) په کرایې ورنهکړي. همدارنګه مؤظفو ټیمونو ته هم هدایت ورکړل شو چې دا موضوع په جدي توګه بررسي کړي او د معاملاتو لارښوونې هر ډول سرغړونې ثبت کړي، څو له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.

د کورونو د کرايې د کنټرول د ګډې کمېټې رهبرۍ د گذر د وکیلانو له رئیس او د مالیې وزارت له اړوند استازي سره هم ناسته جوړه کړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو له لارې د املاکو د ټولو معاملاتو د اجرا په برخه کې همکاري وکړي او هغوی هم د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادې کمېټې د پرېکړې له مخې، د استوګنیزو کورونو مالکین اجازه نهلري چې د خپلو کورونو کرایې د ۱۴۰۳ کال په پرتله له ۱۰ سلنې څخه ډېر لوړ کړي او له دې سلنې د لوړیدو په صورت کې دې سرغړونکي تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.

دغه راز یادې کمېټې دا پرېکړه هم کړې وه چې د کرایې هغه قراردادونه چې پر سپین کاغذ یا په خپل‌سر جوړو شویو سټو کې درج شوي و اوسي د رسیدګۍ لپاره د اعتبار وړ نه‌دي او د ترلاسه کېدو په صورت کې، سرغړونکي تر قانوني تعقیب لاندې نیول کېږي.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS