د پکتیکا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۱۴:۵۲
.

د پکتیکا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د یوسف خیل ولسوالۍ د الله اکبر په دښته کې د امارتي ځمکو د بیا غصب او د دغې ولسوالۍ د زمري کوټ له ساحې څخه دلیدنې په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې له یادو ساحو څخه د دوشنبې په ورځ لیدنه وشي او دغه راز پریکړه وشوه چې د متاخان ولسوالۍ د ډنډ له ساحې څخه هم لیدنه وشي.

دغه راز په یاده ناسته کې یو شخص چې د امارتي ځمکو په پېر او پلور تورن وو د لومړۍ حوزې له لارې جلب شو او موضوع یې تعقیب شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS