د پکتیا ولایت له عدلیې ریاست څخه د عدلیې وزارت د نظارتي هیئت لیدنه او بررسي

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۱۳:۱۹
.

د عدلیې وزارت نظارتي هیئت د یاد وزارت د مدافع وکیلانو د رئیس مولوي سیدحبیب الحبیب په مشرۍ او د حقوقي مساعدتونو رئیس مولوي رحمت الله حقاني، د جمعیتونو او ټولنیزو بنسټونو د چارو رئیس مولوي محمد یاسین حقاني او د عدلیې وزارت د نورو مسلکي غړو په غړیتوب، د ربیع الاول د میاشتې په ۹ نېټې د یکشنبې په ورځ د پکتیا ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه.

 یاد هیئت د پکتیا ولایت د عدلیې له رئیس او د دغه ریاست له کارمندانو سره وکتل او د یاد ریاست له بېلابېلو برخو څخه یې لیدنه وکړه. یاد هیئت د دغه ریاست د کارمندانو ستونزې او غوښتنې واوریدې او د هغو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

یاد هیئت د دغه ریاست له مسؤلینو سره ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزې به د پکتیا ولایت او د عدليې وزارت له مقاماتو سره شریکې کړي او د هغو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

دغه راز یاد هیئت د پکتیا ولایت د والي له مرستیال او د یاد ولایت له نورو مقاماتو سره وکتل او له هغوی سره یې په یاد ولایت کې له ځینو سیمه ییزو اداره سره د عدلیې ریاست ستونزې شریکې کړې او له عدليې ریاست سره د دغه ولایت مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پکتیا د والي مرستیال هم یاد هیئت ته د دغه ولایت له عدلیې ریاست سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او د یاد ولایت سیمه ییزو مسؤلینو ته یې د دغه ولایت له عدلیې ریاست سره د ستونزو د لري کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۲:۵۷
Background image

د سرپل ولایت له والي سره د یاد ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت کتنه

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د قاري عبدالغني شريفي په مشرۍ د یاد ولایت له والي محمد ظریف مظفر سره د ولايت په مقام کې ناسته جوړه کړه.

دغه ناسته چې د ربیع الاول د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۲:۳۹
Background image

د عدلیې وزارت د ۶ تشو بستونو رقابتي ازموینه اخیستل

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ربیع الاول د مياشتې په ۹ مه نېټه د پنجشنبی په ورځ د یاد وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د ۶ مسلکي (NTA ) تشو بستونو رقابتي ازموینه د آزادې سیالې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۲:۳۰
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معين د بدخشان والی سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مسلکي معين، شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د سفرونو په لړ کې، د ربیع‌الاول د میاشتې په ۸ مه نېټه د چهارشنبې  په ورځ. . .

BACK TO NEWS