د پکتیا ولایت عریضه لیکونکو لپاره د زده کړه ییز سیمینار جوړیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۱:۲۱
.

د پکتیا ولایت عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرافعې محکمې په همکارۍ، د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۷ نېټې د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو عریضه لیکونکو لپاره د عدلیې ریاست په تالار کې یو ورځنی زده کړه ییز سیمینار جوړ کړ.

په دغه سیمینار کې چې د یاد ولایت د عریضه لیکونکو د ظرفیت لوړولو په منظور جوړ شوی وو، ۲۵ تنو عریضه لیکونکو برخه واخیسته او د عدلي محکمو د حقوقي او اداري اصولنامې مطابق د حقوقي عریضو د محتویاتو، ځانګړتیاو او شرایطو په اړه، لازم معلومات ترلاسه کړل. په دغه سیمینار کې د عریضه لیکنې په برخه کې عملي کارونه هم ترسره شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS