د پکتیا ولایت عدلیې رئيس د سيد کرم او احمد آباد ولسوالیو له مسؤولينو سره وکتل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۲:۶
.

د پکتیا ولايت عدلیې رئيس مولوي فاتح الله فاتح او له هغه سره مل پلاوي، د یاد ولایت سيد کرم او احمد آباد ولسوالیو ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او سیمه ییزو مسؤولينو سره یې وکتل.

په دې کتنه کې د پکتیا ولایت عدلیې رئيس د یو لړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي په برخه کې یې په لا زیاتې همغږۍ ټينګار وکړ.

نوموړي د امارت د قضایاو د مدیریتونو، د حقوقي مساعدینو، مدافع وکیلانو، خیریه بنسټونو، د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو په برخو کې ستونزې د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او سیمه ییزو مسؤولینو سره شریکې کړې چې هغوی د دغو ستونزو د حل کولو  ډاډ ورکړ.

د پکتیا ولایت د عدلیې رياست د ښې همغږۍ، د شته ستونزو د لرې کولو او د کاري خنډونو له‌منځه وړلو په موخه د یاد ولایت د نورو ولسوالیو له مسؤولینو سره هم د همغږۍ ناستې جوړوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS