د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د اداري ناستې جوړېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۱:۵۱

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذوالحجې د مياشتې په ۵ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس په تېره اوونۍ کې د ياد رياست د لاسته راوړنو، ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
دغه راز نوموړي د یاد ریاست کارمندانو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، له نبوي سنتو سره سم د خپل سیرت او صورت برابرولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندۍ، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، د کارمندانو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دغې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارمندانو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.
د عدلیې رئیس د یاد ریاست له کارمندانو سره ژمنه وکړه چې د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS