د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

hakeem_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۱۰:۵۴
.

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د شعبان د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون د دغه رياست په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس د تېر کال په ترسره شويو کاري کړنو، د اسلامي امارت د مشر تابه  د فرمانونو، اوامرو او د احکامو تطبیق او د یاد ریاست د لاسته راوړنو، ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

دغه راز نوموړي د یاد ریاست کارمندانو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، له نبوي سنتو سره سم د خپل سیرت او صورت برابرولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندۍ، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، د کارمندانو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS