د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د اصلاحي ناستې جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۴ - ۱۳:۳۰
..

د پکتیا ولایت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر او د شکایاتو اوریدلو کمېسیون د پنځه کسیز هیئت اصلاحي ناسته د ربیع الاول میاشت په ۲۷ نېټه د یکشنبې ورځ د دغه ولایت په عدليې ریاست کې جوړه شوه.

په یاده ناسته کې چې د کلام الله مجید د څو ایاتونو په تلاوت سره پېل شوه، د پکتیا ولایت د عدليې رییس مولوي محمد رییس محمدي یاد هیئت ته ښه راغلاست وویل او هغوی یې د دغه ریاست کارکوونکو ته معرفي کړل.

دغې ناسته کې یاد هیئت ګډونوالو ته د اسلام سپېڅلي دین حکمونه او اصول بیان کړل او د دغه ریاست کارکوونکو ته يې توصیه وکړه چې خپلې ورځنۍ چارې د اسلام سپېڅلي دین له حکمونو او اصولو سره سم اجرا کړي.

دغه راز هغوی د دغه ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې خپل صورت او سیرت د اسلام شریعت له اصولو سره سم عیار کړي او له نواهۍ او منکراتو څخه ځان وساتي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS