د پکتيکا ولایت د عدلیې رياست او یو شمېر مدافع وکيلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د پکتيکا ولایت عدلیې رياست د جماديالآخرې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د شنبې په ورځ، په دغه لایت کې له یو شمېر مدافع وکيلانو سره د یاد رياست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې چې د عدلیې ریاست یو شمېر نورو مسئولینو هم ګډون کړی و، په ترڅ کې یې د پکتیکا عدلیې رئیس، مولوي فاتح الله فاتح ټينګار وکړ چې مدافع وکيلان دې په خپلو کاري چارو کې مسئولانه چلند وکړي او خپل مسئولیتونه په سمه توګه ادا کړي.
په یاده ناسته کې مدافع وکیلانو هم خپلې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه. د عدلیې ریاست مسئولینو د یادو ستونزو د حل په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
