د پروان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۹
.

 د پروان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د پروان ولایت د عدلیې رئیس مولوي ګل رسول نصرت په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د پروان ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، په نبوي سنتو خپل صورت او سیرت برابرولو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۵
Background image

په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 په کندز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په کندز ښار کې له ۷ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۳:۵۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۴. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۳:۴۸
Background image

د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د باميان ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالمالک مبرور په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS