د پروان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل
د پروان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادیالأولی د میاشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د پروان ولایت د عدلیې رئیس مولوي ګل رسول نصرت په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د پروان ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، په نبوي سنتو خپل صورت او سیرت برابرولو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل.
