د پروان ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۱:۱۰

د پروان ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د ربیع الاول د مياشتې په ۴ مه نېټه د شنبې په ورځ د عدليې رئیس مولوي حیات الله امين  په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د عدليې رئیس د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو خبرې وکړې او د دغه ریاست کارکوونکو ته يې توصیه وکړه، چې لمونځ په جماعت سره ادا کړي او خپل صورت او سیرت له اسلامي شریعت سره سم عیار کړي.

دغه راز نوموړي د یاد ریاست کارمندانو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندۍ، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، په نبوي سنتو د خپل صورت او سیرت برابرولو، د کارمندانو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

نوموړي د کارمندانو ترمنځ په لازیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې فرمانونونو او اسلامي ارزښتونو ته ژمن واوسي او خلکو ته په صادقانه ډول خدمت وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS