د پالیسۍ او پلان ریاست

د پالیسۍ او پلان ریاست، د افغانستان اسلامې امارت د عدلیې وزارت له مرکزي ریاستونو څخه یو دی. دغه ریاست، لومړی د (احصائې او پلان) د مدیریت تر عنوان لاندې د اداري ریاست په تشکیل کې رامنځته شو. د اړتیا بر بنا د پلان او پالیسۍ آمریت ته یې ارتقاء وکړه او بیا یې په ۱۳۸۸ کال کې د وزارت د پنځه کلنې ستراتیژۍ (قانون او عدالت) او په نهایت کې د افغانستان د ملي پرمختیايي ستراتیژۍ ، د لومړیتوب لرونکې ملي برنامې او... د تحقق لپاره، د پالیسۍ او پلان ریاست ته د عدلیې وزارت په چوکاټ کې ارتقاء وکړه.

د پالیسۍ او پلان ریاست د ۱ آمریت، ۱ عمومي مدیریت او ۱  اداري مدیریت لرونکی دی.

  • د برنامو د طرح او ترتیب او له پروژې څخه د څارنې آمریت؛ دغه آمریت تر خپل اثر لاندې د انجینیرانو د بورډ او د عمومي مدیریت (د برنامې طرح او ترتیب او له پروژو څخه څارنه) لرونکی دی.
  • د پلان او پالیسۍ د تحلیل عمومي مدیریت؛ دغه مدیریت تر خپل اثر لاندې د پلان او ولایتي راپورونو د تحلیل د کارپوه، د پلان او مرکزي راپورونو د تحلیل کارپوه او د احصائیوي ارقامو د راټولولو مدیریت لرونکی دی.
  • اداري مدیریت؛ دغه مدیریت د مدیر او اداري مامور لرونکی دی.

د پالیسۍ او پلان ریاست موخې:

  • د عدلیې وزارت د عمومي پالیسۍ طرح او پراختیا؛
  • د عدلیې وزارت او عدلي سکتور د ستراتېژۍ تحلیل او تجزیه؛
  • وزارت د پرمختیا پروژو طرح او ترتیبول د افغانستان اسلامي امارت  ته پلان وړاندیزول او پدې برخه کې د بودجې د ترلاسه کول؛
  •  د اړتیا په صورت کې نورو مرکزي او ولایتي ریاستونو ته د پلان جوړونې او راپور ورکونې د سیسټم په هکله د تخنیکي مشورو وړاندې کول؛
  • د پرمختیایي پلان د برابرولو او ترتیب لپاره اټکل شوو لومړیتوبونو ته په کتوسره په مرکز او ولایتونو کې د وزارت د اړوندو واحدونو د اړتیاوو تصنیف او د پرمختیايي اړتیاوو تفکیک؛
  • د پلان جوړونې، راپور ورکونې، پرمختیایي پروژو او په نهایت کې د وزارت د پالیسۍ د پرمختیا د سیستم د پیاوړي کولو لپاره د عدلیې وزارت د معلوماتي سیستم (ډیټابېس) پرمختیا؛

د پالیسۍ او پلان ریاست لویې او بنسټیزې دندې:

  • واکمنو چارواکو او اړوندو ادارو ته د وړاندې کولو لپاره د وزارت د اړوندو ریاستونو د تطبیقي پلان تحلیل او توحید؛
  • د پلان جوړونې او راپور ورکونې، د معلوماتو د راټولولو او د ستراتیژیک پلان د شاخصونو طرح او ترتیب او مرکزي ریاستونو او دوه یمو واحدونو ته د هغو لېږل؛
  • په عدلیې وزارت کې له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتیژۍ د عملیاتي پلان او د عدلي او قضايي سکتور د اصلاح د ملي برنامې طرح او ترتیب؛
  • د پرمختیایي پلان د طرح او ترتیب  په غرض د ارقامو او معلوماتي احصایو، د وزارت د ضرورتونو او اړتیاوو راټولول؛
  • د مرکز او ولایتونو په کچه د راټولو شوو معلوماتو، ارقامو او پلاني شاخصونو پربنسټ د پرمختیايي پلان طرح کول او په اړوندو مراجعو کې له پرمختیایي بودیجې څخه دفاع؛
  • د وزارت له ستراتیژۍ سره سم د پرمختیایي پروژو د پروپوزل طرح او ترتیب؛
  • د ریاستونو د کاري پلانونو له تطبیق  څخه د راپورونو راټولول، توحیدول او تحلیلول او واکمنو چارواکو او اړوندو ادارو ته د هغو وړاندې کول؛
  • له پالیسۍ، ستراتیژۍ او تطبیقي پلان سره سم د پروژو په تطبیق کې د همغږۍ او څارنې رامنځته کول او اړوندو چارواکو ته د هغو د راپور وړاندې کول؛
  • د بین الوزارتي تخنیکي کمېټو( پالیسي جوړونه او پلان جوړونه) په غونډو کې ګډون؛