د ټرانسپورټ پر وزارت او پر آریانا افغان هوايي شرکت د کویتي ناس شرکت د اعتراض او د اولیف ګروپ ددعوا په اړه د ناستې جوړېدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۱۲:۱۳

د ریاست الوزراء د مقام د لارښوونې او د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې د مصوبې د تحقق پر اساس، د رجب المرجب میاشت په ۲۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د کویتي ناس شرکت د اعتراض او د اولیف ګروپ د دعوا په تړاو په عدليې وزارت کې ناسته جوړه شوه.

دغه ناسته د عدليې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د بهرنیو چارو، ټرانسپورټ، مالیې، اوبو او بریښنا، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د آریانا افغان هوایي شرکت او د عدليې وزارت د تقنین لوی ریاست د استازو په ګډون جوړه شوه.

یادې ناسته کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند پر وزارت او پر آریانا افغان هوايي شرکت د کویتي ناس شرکت د اعتراض او د اولیف ګروپ د دعوا په برخه کې بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.

په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د اولیف ګروپ او کویتي ناس شرکت د قضیو په تړاو، د وزارتونو او اړوندو ادارو په همکارۍ مدافع وکیل وګمارل شي او د بهرنیو چارو وزارت یې د ګمارنې د تسهیل زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS