د نورستان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د نورستان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د محرم الحرام د میاشتې په ۹ نېټه د چهارشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په یاده ناسته کې د تېرې ناستې له موضوعاتو څخه بیاکتنه وشوه او ورپسې هيئت د افغانستان بانک ځمکې د موضوع په اړه اوږد بحث وکړ.
په همدې توګه یاده ناسته کې پریکړه وشوه چې د نورستان د امنیت له رئیس سره کتنه وشي او د موجودو ستونزو په برخه کې له نوموړي سره مشوره وشي.