د ننګرهار ولایت عدلیې رئيس د ګوشتې او کامې ولسوالیو له مسؤولينو سره وکتل

د ننګرهار ولايت عدلیې رئيس مولوي محمد رئیس محمدي او له هغه سره مل پلاوي د صفرالمظفر د مياشتې په ۲۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت ګوشتې او کامې ولسواليو ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او سیمه ییزو مسؤولينو سره یې وکتل.
د یادو کتنو په ترڅ کې د ننګرهار عدلیې رئيس د یو شمېر اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي په برخه کې په لا زیاتې همغږۍ ټينګار وکړ.
نوموړي د امارت د قضایاو د مدیریتونو په برخه کې او د حقوقي مساعدینو، مدافع وکیلانو، خیریه بنسټونو، د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو په برخو کې ستونزې د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او سیمه ییزو مسؤولینو سره شریکې کړې او هغوی د دغو ستونزو د لرې کولو په برخه کې د عدلیې رئیس ته ډاډ ورکړ.
همدارنګه د عدلیې رئیس د یادو ولسواليو د امارت قضایاو د یو شمېر اړوندو مدیرانو له شعبو څخه کتنه وکړه او د چارو د ښه والي په موخه یې مسؤولینو ته لازمې توصیي وکړې.
د ننګرهار ولایت، عدلیې رياست د ښې همغږۍ، د شته ستونزو د لرې کولو او د خنډونو لهمنځه وړلو په موخه د یاد ولایت له نورو مسؤولینو سره هم د همغږۍ ناستې جوړوي.