د ننګرهار ولایت عدلیې رئيس د ګوشتې او کامې ولسوالیو له مسؤولينو سره وکتل

barekzai_admin
Mon, Sep 02 2024 2:31 PM
.

د ننګرهار ولايت عدلیې رئيس مولوي محمد رئیس محمدي او له هغه سره مل پلاوي د صفرالمظفر د مياشتې په ۲۸ نېټه د یکشنبې په ورځ  د یاد ولایت ګوشتې او کامې ولسواليو ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او سیمه ییزو مسؤولينو سره یې وکتل.

د یادو کتنو په ترڅ کې د ننګرهار عدلیې رئيس د یو شمېر اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي په برخه کې په لا زیاتې همغږۍ ټينګار وکړ.

نوموړي د امارت د قضایاو د مدیریتونو  په برخه کې او د حقوقي مساعدینو، مدافع وکیلانو، خیریه بنسټونو، د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو په برخو کې ستونزې د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او سیمه ییزو مسؤولینو سره شریکې کړې او هغوی د دغو ستونزو د لرې کولو په برخه کې د عدلیې رئیس ته ډاډ ورکړ.

همدارنګه د عدلیې رئیس د یادو ولسواليو د امارت قضایاو د یو شمېر اړوندو مدیرانو له شعبو څخه کتنه وکړه او د چارو د ښه والي په موخه یې مسؤولینو ته لازمې توصیي وکړې.

د ننګرهار ولایت، عدلیې رياست د ښې همغږۍ، د شته ستونزو د لرې کولو او د خنډونو له‌منځه وړلو په موخه د یاد ولایت له نورو مسؤولینو سره هم د همغږۍ ناستې جوړوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS