د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۰:۵
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۱۷ مه نېټه، د شنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د ننګرهار ولایت د عدلیې رئیس کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر، د کمېسیون رئیس او  د اراضۍ او د امارتي ځمکو د استرداد وزارت وارسي کوونکی محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د غزني ولایت د صرافانو اتحادیې نوی رئیس معرفي شو

 د غزني ولایت د صرافانو اتحادیې لپاره نوی رئیس د صرافانو او د عدلیې وزارت د مسؤولینو په ګډون، د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د صرافانو لخوا تعیین او معرفي شو.
په دې غوڼده کې د عدلیې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۵۶
Background image

په پکتيکا ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د پکتيکا ولایت د عدلیې رياست د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۲۰ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست. . .

BACK TO NEWS