د میدان وردک ولایت له ځینو ساحو څخه د یاد ولایت د تخنیکي هیئت لیدنه
د میدان وردک د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت، د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۷ نېټه د سه شنبې په ورځ سیدآباد ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دغې ولسوالۍ د بېلابېلو ساحو ځمکې یې بررسي کړې.
یاد شوي هیئت د عزیز کلا دښتې، شش ګاو دښتې، پیرخیل دښتې او خړیانو دښتې ساحو ته ولاړ او د دغو ساحو له متصرفینو سره یې وکتل.
متصرفینو په دغو ساحو کې لاس نه خوړل شوې او شاړې ځمکې په کرنیزو ځمکو تبدیلې کړې او هم يې په دغو ځمکو کې ژورې څاګانې کیندلې او نور ډول دول تصرفات یې هم ترسره کړي.
یاد شوي هیئت په دغې ساحه کې تصرفات منع کړل او متصرفین یې د کرنې ریاست ته احضار کړل.