د ميدان وردګو په عدليې رياست کې لسګونه حقوقي قضيې تر کار لاندې دي

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲ - ۱۲:۴۲

له څلور مياشتو را په دې خوا د عامه شتمنۍ غصب او لس ګونه حقوقي قضیې د مېدان وردګو ولایت د عدلیې ریاست ته راغلي،چې د دې ریاست د حقوقو ادارې او د امارت د قضاياوو تر کار لاندې دي.

چې په دې لړ کې ۳۹ حقوقي عريضې ترلاسه شوي دي،چې له دې جملې څخه یې ۱۹ عريضې د ملکیت اړوند،۱۸ عريضي د پورونو اړوند او ۲ بیا د کورني مسائلو اړوند دي. همدارنګه ۴ ټوکه املاکي دوسیې له بېلا بېلو ادرو څخه دې ریاست ته راغلي چې تر اوسه د کار لاندې دي.

په دې موده کې د ټولو حقوقي عريضو په شمول ۹ عريضې مختلفو ادارو ته د تطبیق لپاره لېږل شوې دي او ۳ عريضې د حقوقي کارپوهانو له خوا حل شوې دي او د دواړو اړخونو ترمنځ سوله شوې ده. دا مهال د ریاست د کار لاندې ۲۷ عريضې شتون لری.

ریاست د عامه شتمنیو د غصب په مخنیوي کې په ۷ ټوکه دوسیو کار کړی چې ځينې یې پای ته رسېدلي دي او د راتلونکي پړاو لپاره د محکمو د کار په انتظار دي، همدرانګه ۶ مکتوبونه له مختلفو ادارو څخه د بیت المال د غصب په تړاو هم دې ریاست ته لېږدول شوي دي، چې د کار لاندې دي.

په دې موده کې د میدان وردګو ولایت ـ قضایای امارت د عامه شتمنیو د خوندي ساتلو په اړه ۴ عريضې ترلاسه کړې دي، چې په دې اړه لازمې څېړنې شوې دي. یو شمېر هغه کسان چې د دولتي ملکیتونو او عامه شتمنیو په غصب تورن دي د امنیتي ادارو په مرسته راجلب شوې دي او اوس مهال په دغه سیمو کې امنیتي تدابیر نیول شوي دي تر څو د غیر قانوني تصرفاتو مخه ونيول شي.

همدارنګه په دې موده کې ۱۰۹ تنه چې د عريضه لیکنې د جواز غوښتونکي وو، دوه پړاوه ازموینه ترې واخېستل شوه چې په پایله کې له دې جملې څخه یې ۱۰۱ تنه بریالي شول،چې د جواز ورکولو پړاو يې دوام لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د سمنګان، جوزجان او سرپل ولايتونو له واليانو سره وليدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په لړ کې تېره اوونۍ، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو  ته سفر وکړ او له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۳۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په هرات ولایت کې د کورونو د کرايې د کنټرول ګډې کمېټې د هرات ښار په ۱۴ ناحیه کې په تېرو دوه ورځو کې د معاملاتو لارښوونې له ۳۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۴۶
Background image

په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو د ۴۵ دفترونو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د تېرو دوو مياشتو په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۲۹ اتحادیو، ۱۷ خیریه بنسټونو، ۱ شورا او ۱ سازمان فعاليتونه نظارت او بررسي کړل.. . .

BACK TO NEWS