د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۸ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي چې د مدافع وکیلانو ریاست د محرم الحرام د میاشتې په ۵مه نېټه چې د چنګاښ (سرطان) د میاشتې له ۱۰ نېټې سره سمون خوري د سه‌شنبې په ورځ، د ۹ تنو نورو مدافع وکیلانو ارزونه د هغوی د جواز لیکونو د نوي کولو په منظور پیلوي.

له همدې امله هغه مدافع وکیلان چې پخوا یې د ارزونې په بهیر کې د ګډون لپاره خپل غوښتنلیکونه د مدافع وکیلانو د ریاست اداري مدیریت ته سپارلي دي، له لاندې جدول سره سم د نوملړ د پرله پسې شمېرې پر بنسټ د سهار ۹ بجی د عدلیې وزارت د مسلکي معینیت د ودانۍ مقر ته حاضر شي.

دغه راز په ټاکل شوې ورځ د مدافع وکیلانو شتون حتمي او لازمي دی او د ازموېنې په صحن کې د غیابت او نه حاضرېدو په صورت کې  هغوی ته دوه ېم چانس نه ورکول کېږي.

محترم وکیلان دې خبر وي.

د ۵۸ دورې د مدافع وکیلانو نوملړ په لاندې ډول دی.

.

 

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۰:۳۵
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د پنځمې دورې د تجربه‌لرونکو متقاضیانو د لیست اعلام

د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت ددفاع وکالت د ورودي ازموینې پنځمې دوره د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د میزان (تلې) د میاشتې په ۲۲ نېټه د ۵۴۳ تنو په شرایطو برابرو د دفاع وکالت د جواز . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۲۳
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د پنځمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت د دفاع وکالت د ورودي ازموینې پنځمه دوره د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د تلې (میزان) د میاشتې په ۲۲مه نېټه د دفاع وکالت د ۵۴۳ تنو په شرایطو برابرو جواز . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۳۷
Background image

د دفاع وکالت د پنځمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې وړاندې له دې یې د دفاع وکالت د پنځمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستي فهرست کې شامل شوي خبر ورکول کېږي چې د دفاع . . .

Back to announcements