د لوګر ولایت له والي سره د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت کتنه
د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د رجب المرجب د میاشتې په ۱۶ نېټه د یاد ولایت له والي مولوي ضیاالرحمن مدني، سره یو ناسته جوړه کړه.
په دغې ناسته کې چې د یاد ولایت د مقام په مقر کې جوړه شوه، تخنیکي هیئت د لوګر له والي سره د خپلو یوې میاشتنیو فعالیتونو راپور شریک کړ.
دغه راز په یاده ناسته کې په خروار ولسوالۍ کې د دوو قومونو تر شخړې لاندې د ساحې او د لوګر ولایت په کچه د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون په اساس د امارتي او شخصي ځمکو د بېلوالي موضوع بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په هکله یې لازم تصامیم ونیول شوو.