د لوګر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۳:۴۰
.

 د لوګر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د رجب المرجب د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه او د یو شمېر غصب شويو ځمکو په اړه په کې بحث او خبرې وشوې.
په دې ناسته کې د محمد آغې ولسوالۍ اړوند د شکار کلا ساحې او د لوګر د مرکز اړوند د بیدک او ويدخ ساحو د دوسیو په اړه بحث او خبرې وشوې او په ترڅ کې یې پرېکړه وشوه چې يو پلاوی دې یادې ساحې له نږدې بررسي کړي.
دغه راز، په دې ناسته کې د محمد آغې ولسوالۍ اړوند د برک ساحې د بررسۍ په موخه هم یو درې کسيز پلاوی وټاکل شو تر څو ساحه له نږدې وویني او راپور یې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS