د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۱۴:۳۷
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۳ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ۳۰۰ جریبه ځمکې په تړاو د یاد ولایت د قرغه يي ولسوالۍ د مړوندي ساحې د یو تن اوسیدونکي دوسیه په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه.

یاده شوې ځمکه د کرنې ریاست اړوند او د کادستري نقشي پر اساس هم امارتي ده او د کرنې ریاست له لوري د قانوني پړاونو تېرولو څخه وروسته په اجاره ورکړل شوې ده. له دې امله چې یاد شخص د دغې ځمکې شخصي توب ادعا لري، تصمیم ونیول شو چې د مرکزي کمېسیون پریکړې پر اساس یاده شوې دوسیه د شرعي حل او فصل په غرض اړوندې محکمې ته واستول شي.

په یاده ناسته کې د علینګار ولسوالۍ د پړوایي ساحې ۱۱۲ جریبه ځمکې په اړه چې په اجاره ورکړل شوې او یو شمېر اشخاص د هغې د اجاره دار د کار خنډ ګرځي، تصمیم ونیول شو چې یاد اشخاص راتلونکې ناستې ته وغوښتل شي ترڅو په دغې برخه کې اصولي اجراآت صورت ومومي.

په همدې توګه دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د امنیه قوماندانې په سرلیک د تخنیکي هیئت له پتې څخه رسمي لیک واستول شي ترڅو اړوندو حوزو ته لارښوونه ورکړي چې پر امارتي ځمکو د اشخاصو د کارونو او نویو تصرفاتو څخه مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS