د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل
د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی الأولی د مياشتې په ۲۴ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مفتي عبدالستار حماس او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې، د لغمان ولایت د عدلیې رئیس کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.