د قرارداد ورکړې تصمیم خبرتیا !

hakeem_admin
.

Publish Date

Closing Date

په دې وسیله د تدارکاتو قانون (۲) فقرې له درې څلویښتمې مادې سره سم ټولو ته خبر وکول کیږي چې (د عدلیې وزارت) په پام کې لري چې د یاد وزارت د اړتیا وړ برېښنايي (الکترونیکي) وسایلو تدارک د کابل ټو ډې د لوژستیکي خدمتونو شرکت، د (۳۷۳۸۴) جواز درلودونکی، پته د کابل، ۶ ناحیه، د امید سبز ښارګوټی په (۲،۶۴۱،۰۰۰) دوه میلیونو شپږ سوو یو څلويښت زره افغانۍ مجموعي مبلغ ورکړي.

حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې هکله هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د تدارکاتو قانون پنځمې مادې سره سم خپل اعتراض د اعلان له خپریدو نېټې څخه تر (۷) تقویمي ورځو پورې له دلیلونو سره یو ځای په لیکل شوي بڼه (په دارالامان کې د عدليې وزارت، د تدارکاتو آمریت) ته وړاندې کړي.

دغه خبرتیا د قراداد د عقد په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نېټې او راتلونکو قانوني پړاوونو تېرولو پورې، قرارداد نه منعقد کیږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۱۹
Background image

د قرارداد د ورکړې تصمیم خبرتیا

 د عدلیې وزارت په پام کې لري، د خپل د اړتیا وړ د قوانینو ټولګې او رسمي جریدو د (۲۹۰۰۰۰) ټوکو کتابونو د بیاځل چاپ پروژه د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند د حنظله جومات په درې لارې کې د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۶
Background image

د قرارداد د ورکړې تصمیم خبرتیا

 د عدلیې وزارت په پام کې لري، چې د خپل د اړتیا وړ د چمن جوړولو او د یو پایه توغ نصبولو پروژه د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د کارته نو په لومړي سړک کې د نسیم زاهد افغان ساختماني او سړک . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۹:۵۲
Background image

د قرارداد د ورکړې تصمیم خبرتیا

د عدلیې وزارت په پام کې لري، د خپل اړتیا وړ د (۷۹) قلمه مطبوع او غیر مطبوع قرطاسیې د تدارک پروژه د میدان وردګ په مرکز، میدان ښار کې د حنظله هلال لوژستیکي شرکت ته چې د (۸۰۹۸۴) شمېرې جواز . . .

Back to tenders