د قرارداد ورکړې تصمیم خبرتیا !

hakeem_admin
.

Publish Date

Closing Date

په دې وسیله د تدارکاتو قانون (۲) فقرې له درې څلویښتمې مادې سره سم ټولو ته خبر وکول کیږي چې (د عدلیې وزارت) په پام کې لري چې د یاد وزارت د اړتیا وړ برېښنايي (الکترونیکي) وسایلو تدارک د کابل ټو ډې د لوژستیکي خدمتونو شرکت، د (۳۷۳۸۴) جواز درلودونکی، پته د کابل، ۶ ناحیه، د امید سبز ښارګوټی په (۲،۶۴۱،۰۰۰) دوه میلیونو شپږ سوو یو څلويښت زره افغانۍ مجموعي مبلغ ورکړي.

حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې هکله هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د تدارکاتو قانون پنځمې مادې سره سم خپل اعتراض د اعلان له خپریدو نېټې څخه تر (۷) تقویمي ورځو پورې له دلیلونو سره یو ځای په لیکل شوي بڼه (په دارالامان کې د عدليې وزارت، د تدارکاتو آمریت) ته وړاندې کړي.

دغه خبرتیا د قراداد د عقد په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نېټې او راتلونکو قانوني پړاوونو تېرولو پورې، قرارداد نه منعقد کیږي.