د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۰ - ۱۳:۴۴
.

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې میاشتې په ۹ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځینو موضوعاتو په اړه په کې بحث وشو او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په دغې ناسته کې د قلعه کهنه اړوند د یو شخص د سندونو برخه کې پریکړه وشوه چې له استیناف محکمې څخه دغې برخه کې معلومات وغوښتل شي او په همدې توګه د یو بل شخص د کور د ځمکې د موضوع په اړه پریکړه وشوه چې د استعلام په ترڅ کې له نوموړي څخه سندونه وغوښتل شي.

په یادې ناسته کې د څو نورو موضوعاتو په اړه هم بحث وشو او پریکړه وشوه چې له اشخاصو او ادارو څخه د استعلامونو په ترڅ کې معلومات وغوښتل شي او هم پریکړه وشوه چې د یو بل شخص موضوع د وروستي تصمیم له پاره مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS